IQNA

د فلسطین د غزې  له خلکو ملاتړ دهیوادونو د شرافت معیار دی

15:33 - November 09, 2023
د خبر لمبر: 3488245
ایکنا-(تاشقند) د اسلامی ایران ولسمشر همداراز پخپلې وینا کې د غزي د مظلوم او قدرتمندو خلکو په ملاتړ کې او له صهیونیسټي جنایتونو سره  د اړونده  برخې په وخت وینا غوڅه کړه او له حاضرو چارواکو ئې وغوښتل چې د غزې د شهیدانو د روح د آرامښت لپاره دې یوه فاتحه ولولي..

د ایران د اسلامی جمهوریت ولمسشر د اکو موسیسې په شپاړسمې سرمشريزې کې په اکو کې ازاد تجارتي سیمې پر رامینځةکولو او د غزې له مظلو ولس څخه په ملاتړ ټينګار وکړ.

د اکو  اقتصادی ملګرتیا موسیسې شپاړسمه سرمشریزه نن په ازبکستان کې دترسره کیدا په حال کې ده .

د ایران د اسلامی جمهوریت و لسمشر  په دغې سرمشریزې کې پخپلې وینا  کې په دې په ټينګار سره  چې  د سیمې په داخل کې دتجارت نفسیاتي بهیر  په چورلټ ډول په اکو موسیسې کې  داقتصادي بریالیو تعاملاتو او همپالنې  یوه وارمخکې اړتیا ده ووئيل، باید  په اکو کې  د آزاد تجارتي سیمې د رامینځةکولو په باب د ؛ اکو ۲۰۲۵ لرلید کې د درج شوو دستورالعملونو داجرا لپاره  اغیزشیندونکی او مهم ګام پورته شي.

،  ابراهیم ریسي زیاته کړه ،  د نړیوال نوی نظم  په پلانونې کې درول د لوبولو لپاره د پراختیائی هیوادونو او نوخیز اقتصادونه له همیشه  لا توانمن دي .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولیسمشر  روښانه کړه ، د سیمې او  دهیوادونو ترمینځ  د څو اړخیزو او   اقتصادي ملګرتیاؤ چینل  له دغه مهم سره مرسته کولی شي . په دې لړ کې  اکو  او په سیمې کې د هغو دملګرتیاؤ لارې چارې  نه انکاریدونکی ظرفیّت دی او ضروري ده  چې  له دغه ظرفیّته د استفادې لپاره  دوه چنده اهتمام او انرژي ورته بیله کړو.

د اسلامی ایران ولسمشر همداراز پخپلې وینا کې د غز د مظلوم او قدرتمندو خلکو په ملاتړ کې او د له صهیونیسټي جنایتونو سره  د اړونده  برخې په وخت  وینا غوڅه کړه او له حاضرو  چارواکو ئې  وغوښتل چې د غزې د شهیدانو  د روح دآرامښت لپاره دې یوه فاتحه ولولي..هغه دغه راز ووئیل،مونږ دلته هغه مهال راغونډ شوي یوو چې څه دپاسه یوه میاشت کیږي،د فلسطین او غزې مظلوم ولس د وحشي او توکمپال اسرائیلي رژیم له ترټولو سختو او بې آمانه بمباریو سره لاس او ګریوان دی او په دغې مودې کې د ملګروملتو د امنیت شورا پشمول  نړیوال نظام ، د صهیونیسټي رژيم  د وحشي ډوله  جنایتونو  له ډيرو بې اندازې او بې رحمه او بې آمانه یرغلونو  له دغې اندازې سره په مخامخیدا کې  بې وسه   او ناکام شوی دی .

https://www.farsnews.ir/news/14020818000329

captcha